په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jul 28 2025 2:55 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په لومړۍ نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌اباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۳ دفترونو او په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۶ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل او یو شمېر نيمګرتياوې یې مشخصې کړې.
پلاوي د دغو نیمګړتياوو لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS