د کنړ عدليې ریاست د استيناف او ښاري محکمو د ریاستونو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې وکړې

د کنړ ولایت د عدليې رئيس مولوي روح الله روحاني او ورسره مل پلاوي د محرمالحرام د میاشتې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د استيناف او ښاري محکمو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې د قضیو د تفکیک، په ټاکل شوي وخت د قضیو څېړل او حلول، د عامه حقوقو د تلفکېدو مخنيوي او د عدليې ریاست او د محکمو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو او همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د استيناف او ښاري محکمو مسؤولینو د هر اړخیزو همکاریو د ډاډ ترڅنګ، ټینګار وکړ چې دا ډول ناستې باید دوامداره وي.