د نیمروز د عدلیې ریاست د جایدادونو د کرایو له زیاتوالي څخه د مخنیوي په موخه یوه غونډه ترسره کړه

barekzai_admin
Sat, Jul 26 2025 3:06 PM
.

 د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست د جایدادونو د کرایو له زیاتوالي څخه د مخنیوي او په قانوني ډول د معاملاتو ترسره کولو په موخه د معاملاتو لارښوونې اتحادیې د مسؤولینو او د استخباراتو، امنیې قوماندانۍ استازو او د دې ولایت د ګذر وکیلانو په ګډون یوه ناسته جوړه کړه.

دا غونډه د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د نیمروز ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ د یاد ریاست په مقر کې ترسره شوه او د کډوالو د ستونزو  په ځانګړي ډول د کورونو د کرایو د لوړالي او د سرغړونو د مخنیوي په موخه د معاملاتو د تنظیم په اړه په‌کې بحث او خبرې وشوې.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نیمروز ولایت په کچه دې ټول معاملات د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې ترسره شي او د ګذر وکیلان دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

همداراز، د معاملاتو لارښوونې اتحادیه مؤظفه شوه چې د اړوندو نهادونو په همکارۍ، په دې ولایت کې د معاملاتو له بهیر څخه په دقیق ډول څارنه ترسره کړي او د کرایو له لوړوالي څخه دې مخنیوی وکړي. په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د سرغړونو د مشاهدې په صورت کې دې د عدلیې ریاست، استخبارات او امنیه قومانداني د سرغړونکو پر وړاندې قانوني اقدامات ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS