د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۷ ولایتونو کې د څه باندې ۸۰ زره ۲۶۳ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Thu, Apr 10 2025 11:44 AM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د روژې د میاشتې په اوږدو کې په هلمند، لوګر، بامیان، جوزجان، پروان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې څه باندې اتیا زره دوه سوه دري شپېته (۸۰۲۶۳) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تشخيص څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په هلمند ولایت کې موقعیت لري چې څه باندې پنځوس زره نهه سوه نهه اويا (۵۰۹۷۹) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې درې سوه څلور دېرش زره یو سلو نهه (۳۳۴۱۰۹) جریبه امارتي ځمکه په ۲۱ ولایتونو کې تشخیص کړې او څه باندې پنځه سوه دوه نوي زره څلور سوه اووه پنځوس (۵۹۲۴۵۷) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۰ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخيص او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS