په کندز ولایت کې د ۸ جریبه امارتي ځمکې تثبیت
د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د ګلتپې ولسوالۍ د خوشحال تپې په ساحه کې د اوه (۷) جریبه ځمکې او د دشت ارچي ولسوالۍ د ترکمنهای داد سي په ساحه کې د یو (۱) جریب ځمکې دوسیې بررسي شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته د کندز ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.