د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په اوو ولایتونو کې د څه باندې ۴۳ زره ۲۷۵ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Wed, Sep 11 2024 1:54 PM
.

د ځمکو له غصب  څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې په کندز، تخار، جوزجان، غور، لوګر، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې څه باندې ۴۳ زره او ۲۷۵ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په بادغیس، غور او لوګر ولایتونو کې موقعیت لري چې څه باندې ۳۸ زره او ۸۰ جریبه ځمکې پکښې شاملې دي.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې ۵۱۶ زره او ۷۰۷ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې ۷۰۱ زره او ۵۱۹ جریبه نوره ځمکه هم په ۲۹ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS