د کمېسیون له خوا د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د یوې مادې په اړه د علماوو د شورا د نظریاتو توحید

hakeem_admin
Thu, Mar 07 2024 12:59 PM

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د یوې ناستې په ترڅ کې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د څلور فقرو په اړه د بېلابېلو ولایتونو د علماوو د شورا نظریات بحث او بررسۍ لاندې ونیول او توحید یې کړل.
دا ناسته چې د شعبان د میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د کرنې، اوبو لګولو او د مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د سرحدونو، قومونو او د قبایلو د وزارت سرپرست ملا نور الله نوري، د چارو د ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د سترې محکمې استازی شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د عدلیې وزارت د قوانینو د طرحې پروژې د یو شمېر علماوو په ګډون سره، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه. 
په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د دریمې مادې د ځینو فقرو په اړه بحث وکړ او په اړه یې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د علماوو د شوراګانو نظریات یې توحید کړل.
د هېواد د ۳۴ ولایتونو د علماوو شوراګانو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د لارښوونې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د دریمې مادې د څلورو فقرو په اړه چې د امارتي ځمکو ‎څرنګوالي پورې اړه لري خپل نظریات یې وړاندې کړي وو.
دغه راز په دې ناسته کې د یادو علماوو نظریات د کادستري ټوټو د اعتبار په اړه چې په تېرو حکومتونو کې تعیین شوي هم بحث لاندې ونیول شوو او د کمېسیون غړو او علماوو یاد شوي نظریات توحید کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS