پکتیکا ولایت کې عریضه لیکونکو لپاره د زده کړه ییز سیمینار جوړول

hayat_admin
Sat, Feb 24 2024 9:25 AM
.

د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست درې ورځنی زده کړه ییز سیمینار هغو عریضه لیکونکو لپاره چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي، جوړ کړ.

په دې سیمینار کې عریضه لیکونکو ته د عریضه لیکنې د شرایطو او نورو مواردو په اړه لازمې لارښوونې وشوې او د سیمینار په پای کې له هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.

د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي حیات الله امین، د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یادې ازموینې د پایلو د اعلام په مراسمو کې ټینګار وکړ هغه کسان چې د هغو عریضې د اصولو مطابق نه وي، د فعالیت او یا د عریضې پلورلو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

په دغو مراسمو کې د پکتیکا ولایت د محکمې رئیس هم حضور درلود او ویې ویل چې دغه سیمینار او ازموینه د عریضه لیکونکو د نمیګړتیاو لري کولو په موخه جوړ شو ترڅو هغوی ته لازمې لارښوونې وشي. د نوموړي په وینا، غیر معیاري عریضې په ادارو کې د ستونزو او د خلکو د سرګردانۍ سبب کیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS