د ننګرهار د ۲۱ ولسوالیو د امارت د قضایاوو د عمومي مدیرانو د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Thu, Feb 01 2024 11:23 AM

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د ننګرهار په ۲۱ ولسوالیو کې د یاد ریاست د امارت د قضایاو د عمومي مدیرانو ترمنځ د پېژندګلوۍ او همغږۍ په منظور، یوه ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د یاد ریاست نورو مسؤولینو خبرې وکړې او خپلو مسوؤلیتونو ته يې د یادو مدیرانو په توجو ټینګار وکړ.

د ننګرهار د عدلیې رئیس د امارت د قضایاوو له عمومي مدیرانو څخه وغوښتل چې تقوا، اخلاص او ښه اخلاق غوره کړي او د اړوندو ولسوالیو له نورو مسؤولینو سره هم، بشپړه همکاري ولري.

د عدلیې ریاست د مدافع وکیلانو آمر هم په یاده ناسته کې د دندو په امانت دارۍ ټینګار وکړ  او ویې ویل چې باید دندې ته د یو امانت په حیث وکتل شي او له مراجعینو سره هم ښه چلند وشي.

په یاده ناسته کې د بهسود ولسوالۍ د امارت د قضایاوو عمومي مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د مسؤولیتونو په مخ وړلو کې به له احتیاط او تقوا څخه کار واخلي او کارونه به د قوانینو او اصولو مطابق پر مخ یوسي. په یاده ناسته کې یو لړ ستونزې هم مطرح شوې او د عدلیې رئیس ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې به هلې ځلې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS