په کندز ولایت کې د ۸۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
Thu, Dec 14 2023 12:01 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د جمادي الاول میاشتې په ۲۷ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ حسن آباد ساحې ته سفر وکړ او په دغې ساحه کې امارتي ځمکې وکتلې او بررسې کړې.

تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ سیمه ییزو مسؤولینو په ملتیا د حسن آباد ساحې له استازو او ځمکه والو سره وکتل او د ځمکه والۍ سندونو او د یادې ساحې د تصرف څرنګوالي په اړه يې معلومات وغوښتل.

ځایي خلکو د یادې ساحې د ۴۲۰ جریبه ځمکې د مالکیت ادعا درلودله او د هغو په تصرف کې د ساحې پاتې برخو په امارتي والي اعتراف وکړ.

تخنیکي هیئت په یاده ساحه کې کابو ۸۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او د دغه هیئت سکرتریت ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې ساحې د اوسیدونکو د سندونو د صحت او سقم په تړاو له ذیربطو مراجعو څخه معلومات راټول کړي او د څېړنو له بشپړولو، کوردینات اخیستلو، سکیچ او پر ساحه باندې د متصرفینو د سندونو له تطبیق وروسته د هغې دوسیه مرکز ته واستوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS