د میدان وردک ولایت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Tue, Nov 07 2023 12:27 PM
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې  رئیس مولوي مطیع الحق عثمان د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نېټې د شنبې په ورځ د یاد ولایت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسؤلینو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې چې د چارو د لا ښه والي او د لا زیاتې همغږۍ په منظور جوړه شوې وه، د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو د مسؤلینو د دنیوي او اخروي مسؤلیتونه یادونه وکړه.

نوموړي د یاد ریاست د انسجام لوی مدیر هم د معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسؤلینو ته وروپېژند او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له نوموړي سره همکار واوسي.

وروسته د میدان وردک د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیر د کړنلارو، لیکونو او له عدلیې وزارت څخه د رارسیدل شویو لارښوونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د قانون په چوکاټ کې به له هغوی سره همکار واوسي ترڅو د ناقانونه پېر او پلور مخنیوی وشي.

په دغې ناسته کې، د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو مسؤلینو هم د خپل د اجراآتو راپور او ستونزې له عدلیې رئیس سره شریکې کړې چې د عدليې رئیس له لوري په دغې برخه کې هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS