د عدلیې وزارت د ۵ تشو بستونو له غوښتونکو څخه د آزموینې اخیستل

hayat_admin
Sun, Sep 10 2023 11:50 AM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د ۵ تشو بستونو له نوماندانو څخه د آزموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د عدليې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت د بشري سرچینو د ریاست او د داخلي پلټنې د ریاست نورو مسؤلینو برخه واخیسته او د آزموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د یادې برنامې په پيل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د آزموینې د ډول په اړه یې معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته یې د دغې آزموینې په ټولو پړاونو کې له بشپړې روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په یادو شويو بستونو کې د څلورمې رتبې ۵ بستونه شامل دي چې له هغو څخه ۳ بستونو د ټولنو د چارو د ریاست اړوند او ۲ نور بستونه د دغه وزارت د داخلي پلټنې د ریاست اړوند دي. د دغو بستونو ترلاسه کولو لپاره ۱۵۳ تنو فورمې اخیستې وې چې له هغوی څخه ۱۳۵ تنه شارت لست شوي او د هغوی ۱۱۰ تنو په دغې آزموینه کې برخه واخیسته.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS