په سرپل ولایت کې ۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Sep 09 2023 1:21 PM
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۹ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د دغه ولایت د مرکز په امام جعفر کلي کې د حج او اوقافو ریاست او د دغه ولایت د یو تن اوسیدونکي ترمنځ د ۴ جریبه ځمکې دوسیه بررسي شوه او امارتي تثبیت شوه. اړوندو مسؤلینو ته هم لارښوونه وشوه چې د هغې د استرداد پړاونه بشپړ کړي او یاده ځمکه د ځمکو په بانکې کې ثبت کړي.

په همدې توګه په ایګزک کلي کې د ۳۱ جریبه ۱۷ بسوې او ۶ بسواسې اوبه درلودونکې ځمکه بررسۍ لاندې نیول شوې او د هغې سندونه بشپړ شوي او په همدې توګه د دغه ولایت دوو تنو اوسیدونکو ترمنځ تر دعوا لاندې ۶ جریبه او ۱۰ بسوې ځمکه شخصي څړځای تثبیت شو او لارښوونه وشوه چې د هغې دوسیه د امارت د قضایاوو آمریت ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS