د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 30 2023 11:15 AM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ټولګټو ریاست د ملکیتونو د غصب په اړه د دغه ریاست لیک په کې بررسي شو او پریکړه وشوه چې غاصبین جلب کړل شي.

په دغې ناسته کې، د یو شخص او بتاش کلي د اوسیدونکو پر وړاندې د بل شخص عریضه بررسي شوه او پریکړه وشوه له دې امله چې تر دعوا لاندې ساحه د لعل بدخشان د کرنې څېړنیز فارم اړوند ده، د ادعا پاڼې د هغې له دوسيې سره چې له کمېسیون څخه مسترد شوي یوځای، د نیمګړتیاو له بشپړولو څخه وروسته بیا ځل دغه کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې شیوه دښتې ته د هيئت د تېرې اوونۍ د سفر په اړه هم بحث وشو او د دغه هیئت سکرتریت موظف شو چې د هیئت پریکړه د یو رسمي لیک په ترڅ کې ارغنجخواه، بهارک، شهدا او شغنان ولسوالیو ته واستوي ترڅو مسوولین د څړځایونو د غصب او ویجاړولو مخنیوی وکړي.

یاد شوي هیئت د کادستر یو ټیم هم موظف کړ چې د شیوې دښتې د سروې شویو ساحو کره ارقام تثبیت او مشخص کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS