د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او یاد ولایت کې له ځینو ساحو څخه د هیئت لیدنه

hayat_admin
Tue, May 30 2023 10:53 AM
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د  دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې د چوڼۍ، دولتزیو، حلیم کلا او حبیب کلا په ساحو کې د هیئت د اجراآتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دغو ساحو کې رامنځته شوې ستونزې بیان شوې. یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکې ورځ د سهاک او ګلاګو ساحو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د امنیتي حوزې په جنوب کې ۱۵۵ جریبه ځمکه چې د ټرانسپورټ ریاست له پاره تعیین شوې د اداري او املاکي پړاونو له تېرولو څخه وروسته دغه ریاست ته وسپارل شي.

یاد شوي هیئت له غونډې څخه وروسته د هوايي ډګر په ختیځ کې په امارتي شکمنو ځمکو کې د تاسیساتو جوړولو د مخنیوي په منظور دغې ساحې ته ولاړ او له هغې څخه لیدنه وکړه. دغه راز یاد هیئت د حبیب کلا او حلیم کلا له ساحو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS