د خوست ولایت له یو شمېر ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ صبرۍ او یعقوبي ولسوالي ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د خلبسات اړوند له انځرپال ساحې څخه یې لیدنه وکړه او کروکي یې واخیستل.
یاد شوي هیئت د دغې ساحې له مشرانو سره هم وکتل او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي او امارتی ملکیتونه په قانوني بڼه په اجاره واخلي. سیمه ییزو خلکو هم ژمنه وکړه چې له هیئت سره به همکاري وکړي.