د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له مرکزي کمېسیون څخه د ترناب اوزبکیه کلي د غصب شویو امارتي ځمکو ترلاسه شوې دوسیې په اړه په کې بحث وشو او یو ټیم ته دنده ورکړل شوه چې د یادې ساحې څېړنې او سندونه بشپړ کړي.
په دغې ناسته کې، توظیف شویو ټیمونو، د ۱۰ کلیو او بېلابېلو ساحو څخه د خپل د اجراآتو راپور وړاندې کړ. د دغه راپور په اساس د جوی وزیر، کوکلداش کلیو، د جګدلیک کلي په ساحه کې د غصب شوې امارتي ځمکې او په همدې توګه د افغانګاز تصدۍ ساحې د استوګنې پروژې غصب شوې ځمکو ساحوي څېړنې بشپړې شوي او حقوقي، انجنیري او اداري کارونه یې د بشپړیدلو په حال کې دي.
پر پاتې ساحو بررسۍ روانې دي او یاد شوي هیئت لارښوونه وکړه چې پر یادو ساحو کار په جدیت او دقت تعقیب کړل شي.