د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 22 2023 2:49 PM
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په لزیر کلي کې د شګات الار دوسیې په اړه په کې بحث وشو او پریکړه وشوه چې یو ټیم سندونو په ساحه کې تطبیق کړي او هغه بررسي او بیه يې وټاکي او راپور یې وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې، یو بل ټیم هم موظف شو چې افرادو او اشخاصو ته چې د اسلامي امارت د بریالیتوب په لومړیو کې د استوګنې نمرې هغوی ته ویشل شوي، ویشل شوي استعلامونه راټول کړي. د شهرستان ولسوالۍ اړوند دوسیې هم بررسي شوې او پریکړه وشوه چې دوسیه کې شاملې ساحې له نږدې څخه بررسي شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د رمکک، دلدول او بغده مرده کلیو د دوسیو د نمیګړتیا د بشپړولو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول او د یو شمېر عریضو او اداري موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د تخنیکي هیئت رئیس د مرافعې محکمې له رئیس سره هم وکتل او د دغه هیئت د کاري بهیر په اړه یې نوموړي ته معلومات ورکړل او په چارو کې هم د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکی شو. په دغې ناسته کې ټینګار وشو چې دوو مراجعو کې د یوې دوسیو له بررسۍ څخه ډډه وشي او هره دوسیه د واک ساحې په پام کې نیولو سره یوې مرجع کې بررسۍ شي او رسیدګۍ ورته وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS