د لوګر ولایت تخنیکي هیئت په محمد آغې ولسوالۍ کې زرګونه جریبه ځمکه بررسي کړه

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت محمد آغې ولسوالۍ ته ولاړ او د امارتي ځمکو د تثبیت او د هغو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اجراآت ترسره کړل.
دغه هیئت د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو مسوولینو په ملتیا د محمد آغې ولسوالۍ آوپران، بیکو، ملانیازګل او نیازیو ساحو ته ولاړ او ساحې یې له نږدې څخه ولیدلې او بررسي کړې. یاد هیئت د یادو ساحو له قومي مشرانو او اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو په دغو ساحو کې له نویو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.
د بیکو او ملانیاز ګل ساحو اوسیدونکو په آوپران دښته کې د مرعی ځمکې ادعا درلودله او ویې ویل چې سندونه هم لري خو د نقشې په تطبیق سره، د دغې دښتې زیاتې ساحې امارتي تثبیت شوې. د یادې دښتې مساحت ۷۰۰۰ جریبه ځمکه کیږي.
تخنیکي هیئت د دهنو ساحې له قومي مشرانو سره هم وکتل او خبرې ورسره وکړې او هغوی وویل چې د داودخان په حاکمیت کې د نیازیو په ساحه کې ۲۱۲۱ جریبه ځمکه هغوی ته ورکړل شوې وه خو اوس یو شمېر اشخاصو پرې تاسیسات جوړ کړي دي. د هغوی سندونه بررسي شول او ټاکل شوې چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي