د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, May 17 2023 1:24 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر اشخاصو عریضې او ادعاوې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې، د قطس ساحې اړوند د یو شخص د عریضې په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي ورځ د اشخاصو د سندونو له مخې له ساحې څخه لیدنه او بررسي ترسره کړي.

په همدې توګه په دغې ناسته کې د غونډې غړو په نورکوه ساحه کې د څو تنو اشخاصو تر شخړې لاندې سیمې څخه د لیدنې او بررسۍ په اړه خپل راپور وړاندې کړ او یادو اشخاصو ته وویل شو چې خپل اثباتي مدارک وړاندې کړي.

دغه راز د دوو تنو نور د ادعا لاندې ځمکې په اړه هم بحث وشو او د هیئت په دغې برخه کې د خپل عملي اجراآتو راپور وړاندې کړ او یادو اشخاصو ته وخت ورکړل شو ترڅو خپل سندونه وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS