د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي دتخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د قادس ولسوالۍ سنجد غره کې د للمي ځمکې د مالکیت په اړه د یو شخص عریضه بررسي شوه او له هغه څخه شرعي سندونه او مدارک وغوښتل شول.
په دغې ناسته کې د یو بل شخص موضوع چې ادعا لري چې بل یو شخص یورت او عامه څړځایونه پلورلې دي هم بررسي شوه او د سرخابي او فرستان قومونو ته چې په مقر ولسوالۍ کې ځینې ساحې خپل شخصي ملکیت ګڼي استعلامونه وویشل شول.
دغه راز په یاده ناسته کې، د آبکمري ولسوالۍ د تګاب رباط د تایمني قومونو اوسیدونکو عریضه چې د کوچیو لخوا په کډې اړ کېدلو او د هغوی له بڼونو او باغچو څخه د استفادې په اړه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې معروضین هیئت ته حاضر شي او له دوو نورو اشخاصو څخه چې د بادغیس په بېلابېلو ساحو کې پر عامه څړځای د ملکیت ادعا لري د استعلام په ترڅ کې شرعي سندونه وغوښتل شول.
