د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, May 04 2023 12:33 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له ځینو ساحو څخه هم لیدنه او بررسي وشوه.

په دغې ناسته کې، توظیف شويو ټیمونو پر ۸ کلیو او بېلابېلو ساحو د خپل اجراآتو راپور وړاندې کړ. د وړاندې شویو راپورونو له مخې، په پمپ خانه کلي او د افغانګاز تصدۍ ساحوي څېړنې او بررسۍ بشپړې شوي او ډير ژر به کمېسیون ته واستول شي او د پاتي ساحو بررسۍ په جدیت سره روانې دي.

دغه راز په یاده ناسته کې، په شام اشرف پروژې کې د غصب شویو ځمکو په اړه د تخنیکی هیئت د سکرتریت راپور مطالعه شو او تخنیکي هیئت د دعوا له لورو سره د سندونو د تطبیق له پاره یادې ساحې ته ولاړ.

یاد هیئت له امنیتي مسوولینو سره په ساحه کې ناسته جوړه کړه او د ښاروالۍ او امنیتي لوا د ملکیت په تړاو د رامنځته شوي ستونزې په اړه یې خبرې وکړې. دغه هیئت د اصولي او شرعي حل لارو په پام کې نیولو سره ښاروالۍ ته دنده وسپارله ترڅو د یادې ساحې څېړنې او اصولي سندونه بشپړ او دغه هیئت ته يې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS