د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Mar 16 2023 12:49 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان د میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په پیل کې د تېرې ناستې اجراآت و ارزول شول او ددغه هیئت رئیس مرکز ته د خپل سفر په اړه توضیح ورکړه.

دغې ناسته کې، په خوست ولایت کې د یو شخص د ۴۲۰ جریبه د ځمکې بدیل ویشل د تائید وړ وګرځیدل. دغه راز د استخباراتو ریاست په وړاندې د دوو تنو د ادعا موضوع بحث لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې له اړونده ریاست څخه سندونه او معلومات او استازي وغوښتل شي.

دغه راز یاده ناسته کې، د څیړنیز فارم د ۳۷۵ جریبه ځمکې په اړه تصمیم ونیول شو چې د یادې ساحې مشران راتلونکې ناستې ته وغوښتل شي ترڅو یاد اوسیدونکي دخپل په تصرف کې د ساحو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سره له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

دغې ناسته کې، یو شمېر عریضې چې ددغه هیئت په پته استول شوې وې، هم بحث لاندې ونیول شوې او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې. دغه راز د مارمل د بې ځایه شویو د پروژې د ۱۱۶۳ جریبه ځمکې د استرداد راپور بشپړ او کاپي یې د کرنې ریاست ته واستول شوه ترڅو بیا مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS