د فراه ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Mar 14 2023 2:04 PM
.

دفراه ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکی هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې ددغه ولایت د بکواه والسوالی اړوند د مغل آباد موضوع د دعوا دواړه لوري راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

یاد شوي هیئت ددغه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ اړوند په ګله جوی کې پر مدعا بها ځمکې د دواړو لورو تصرفات بند کړل او ددغه ولایت د مرکز اړوند د چمن روکن او خواجه احمد موضوعاتو په اړه یې پریکړه وکړه چې له دغو ساحو څخه لیدنه وشي.

دغه راز یاد هیئت د انار درې ولسوالۍ په تیغ آب کاریز او خاکسفید ولسوالۍ په خشک آبي کې د اوبو څاه کیندل وځنډول تر څو هیئت له نږدې څخه د ساحې لیدنه وکړي.

تخنیکي هیئت د دغه ولایت فرارود ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او مشرانو سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

یاد شوي هیئت د غصب د مخنیوي مقرره او لایحه او اړوند قوانین هغوی له پاره تشریح کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS