د سمنګان او تخار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو او عملي اقداماتو ترسره کیدل

hayat_admin
Mon, Feb 06 2023 2:11 PM
.

د سمنګان او تخار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د خپل ناستو جوړولو ترڅنګ، د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات هم ترسره کړل.

د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه، ساحو کې د اجراآتو پر محال د افرادو او اشخاصو د سندونو پر لازیات تدقیق او رسیدګۍ ټینګار وشوه.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د هغو مضوعاتو په اړه چې افراد او اشخاص د هیئت له اجراآتو شاکي دي، دوسیه ترتیب شي او د راتلونکو لارښوونو په غرض مرکزې کمېسیون ته ارجاع شي.

دغه راز یاده ناسته کې د تخنیکي هیئت او امنیه قوماندانۍ ترمنځ د لازياتې همغږۍ او پر یوې مشخصې برخه د هيئت د کاري تمرکز په اړه ټینګار وشو.

په همدې حال کې، د تخار ولات د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت خواجه دوغار ولسوالۍ او بهارک ولسوالۍ ترمنځ له غصب شوو امارتي ځمکو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت له سیمه ییزو مقاماتو سره هم وکتل او هغوی ته یې له شرعي اصولو سره سم د غصب شوو ساحو د استرداد برخه کې لازمې لارښوونې، صادر کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS