د پکتیکا ولایت عدليې ریاست ددغه ولایت ۲۵ تنه د عریضې لیکوونکې ارزیابي کړل

hayat_admin
Sat, Jan 07 2023 2:48 PM
.

د پکتیکا ولایت عدليې ریاست د جمادي الثاني میاشت په ۱۲ نېټه د پنجشنبه په ورځ د آزموینې په جوړولو سره د یاد ولایت ۲۵ تنه د عریضې لیکوونکي ارزیابي کړل او د سمې عریضې لیکنې برخه کې، لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

دغې برنامه کې چې په عدليې ریاست کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت د عدلیې رییس الحاج مولوي حیات الله امین د موضوع په اړه خبرې وکړې، ويې ویل چې دغه ولایت کې د یاد ریاست لخوا ۵۰ تنو د عریضې لیکوونکو ته د فعالیت جواز ورکړل شوي چې د هغوی له ۲۵ تنو څخه په مرکز کې آزموینه واخیستل شوه.

نوموړي زیاته کړه، هغو کسانو ته چې دغې آزموینه کې بریالي شي، د فعالیت جواز به ورکړل شي او هغه اشخاص چې دغې آزموینه کې بریالي نشي، مخکنی جواز به یې واخیستل شي او نور به دغې برخه کې د فعالیت اجاز ورنکړل شي.

دغه راز د عدليې رییس وویل چې یو شمېر عریضه لیکوونکي چې په غیر قانوني دول يې سپینې عریضې پلورلې وې، د هغوی جوازونه واخیستل شول او که چېري راتلونکي کې څوک پر دغه عمل ونیول شي، له هغو سره به قانوني چلند وشي.

پاتې دې نه وي چې له ۲۵ تنو نورو عریضه لیکوونکو څخه به دغه ولایت کې ډیر ژر آزموینه واخیستل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS