لوګر ولایت کې له ۱۹۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت وشوه

hayat_admin
Wed, Jan 04 2023 2:54 PM
.

د لوګر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د پل علم ښار بیدک، باري او خلیل آباد دښتو ته ولاړ او یاده سیمه چې ۷۴۸۱ جریبه ځمکه ده، بررسي کړه.

یاد هیئت د ځینو اشخاصو سندونه چې یادې شوې قطعې د ظاهرشاه پنوم یادوي، تر بررسۍ لاندې ونیول او د باري دښتې کابو ۱۹۴۷.۴۷ جریبه ځمکه  چې ۱۲ کادستري قطعې پورې تړاو لري، امارتي تثبیت کړه. د یادې دښتې ۴۰۸۰.۴۷ جریبه نوره ځمکه چې ۳۴ قطعې اړوند ده په امارتي کادستر کې سروې شوې خو د ځینو اشخاصو تر ادعا لاندې ده چې د هغې سندونه به ډیر ژر بررسي شي.

 بیدک دښته د کادستر ۱۰۵ قطعې اړوند ده چې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه په هغې کې شامله ده، د داوودخان وخت کې دولتي سروې شوې خو تر دې دمه د یو شمېر اشخاصو تر ادعا لاندې ده. د دعوا لاندې د ځمکو سندونه راټول شوي او له بررسي څخه وروسته به مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کادستر ټیم لخوا د ټاکل شوې سیمو د کروکي پر تثبیت او د هیئت سکرتریت ته يې د راپور پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

دغې ناسته کې، د کرنې ریاست اړوند د کرنې څیړنیز فارم ۳۷۵ جریبه ځمکې د بررسي او د راپور تایید او کمېسیون ته یې د استولو په اړه پریکړه وشوه. دولت آباد پروژې مسوولینو ته د ورکړل شوې وې د استعلامې جوابيې بررسي شوې او پریکړه وشوه چې د ورقو له بشپړیدو څخه وروسته د هغو په اړه تصمیم ونیول وشي.

دغه راز یادې ناسته کې، د بهر آب، بلال او ذبیح الله ښارګوټو چې سندونه یې د تخنیکي هیئت تر بررسۍ لاندې دي، مسوولینو ته يې د استعلام وویشل شو او د کرنې ریاست دکارکوونکو د پروژې نقشه هم وکتل شوه او له مستوفیت څخه د لیږد او ددغې ځمکې د بیې د پیسو د څرنګوالي په اړه معلومات وغوښتل شول.

.

دغې ناسته کې، د ځینو ښارګوټو د یو شمېر مسوولینو په غوښتلو او د هغوی د سندونو بررسي راتلونکې غونډې ته پلان شوه او د کادستر ټیم د کروکي اخیستلو په منظور د بلال ښارګوټي سیمې ته ولاړ او د هغه کروکي يې واخیسته.

پر دې سربېره، د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د چوره ولسوالۍ د کوتل او خلیلي سیمو ځمکې تر بررسۍ لاندې ونیول شوې چې له نهايي اجراآتو څخه وروسته به هغه کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS