د افغانستان د تابعیت د پریښودل او د تابعیت د ترلاسه کول

عمومي اطلاعات:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت دنده لري چې د افغانستان د تابعیت د پریښودلو او د تابعیت د ترلاسه کولو د غوښتونکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي او په دې برخه کې، د دې وزارت د بهرنیو اړیکو برخه او د تابعیت په پریښودلو او د تابعیت په ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو کمېسیون فعالیت کوي.

د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو کمېسیون د عدليې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت، سترې محکمې، د ملي امنیت لوی ریاست، او د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې د استازو په غړيتوب  د تابعیت د ترلاسه کولو او پریښودلو د دوسیو د بررسۍ لپاره جورېږي.

 د غوښتونکي شخص په لیکلي غوښتنې او د تابعیت د پریښودلو او ترلاسه کولو د قانون پربنسټ صورت مومي.

د تابعیت د پریښودلو بهیر: د تابعیت د پریښودلو لپاره، غوښتونکی، په پیل کې د خپل افغاني تابعیت د پریښودلو غوښتنلیک له اړتیاوړ سندونو سره په دوه یم هېواد(متبوع)  کې د افغانستان سفارت او یا د سیاسي نمایندګیو ته سپاري.

په دوه یم ګام کې، دغه سندونه چې د غوښتنلیک اصل، د تابعیت د پریښودلو درې ډکې شوې فورمې، د تذکرې کاپي، د نه مسؤلیت فورم او د ګوتو د نښان دوه اصلي پاڼې په کې شاملې دي او د افغانستان له سیاسي نمایندګیو څخه د یوه لیک په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته او له هغه ځایه څخه عدليې وزارت ته لېږل کېږي.

د عدليې وزارت د دغو سندونو کاپي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې، دماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو لوی ریاست او د افغانستان  د ملي امنیت لوی ریاست ته، لېږي.

په دې هکله د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته  چې غوښتونکی جرمي دوسیه او مالي پوروړتیا نه لري او د افغانستان تابعیت لرونکی دی د هغه د تابعیت د پریښودلو دوسیه د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې اړوندو چارو په کمېسیون کې تر بررسۍ لاندي نیول کېږي.

وروسته دغه دوسیه د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی ریاست ته لېږل کېږي چې د کابینې په غونډو کې تصویب او جمهور رئیس هغه منظوره کړي. د تابعیت د پریښودلو دوسیه د جمهوري ریاست د حکم له اخیستلو څخه وروسته د عدليې وزارت ته لېږل کېږي او د عدليې وزارت دغه حکم د یو لیک په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږي او له هغه ځایه څخه په دوه یم هېواد کې د افغانستان سفارت یا سیاسي نمایندګی ته لېږل کېږي. په دې ترتیب د غوښتونکي د تابعیت د پریښودلو پروسه پای ته رسېږي.

د تابعیت د ترلاسه کولو بهیر: د تابعیت د ترلاسه کولو په بهیر کې هم د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتونکی په پیل کې، د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنلیک په دوه یم هېواد کې د افغانستان  سفارت یا سیاسي نمایندګی او یا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.

دغه غوښتنلیک د تابعیت د ترلاسه کولو دریو ډکوشوو فورمو د ګوتې ایښودلو د دوو اصلي فورمو، د نکاح یازوجیت د سند د کاپي ګانو، له افغان زوجینو څخه د یوه د تابعیت د تذکرې، د غوښتونکي د پاسپوت او افغانستان ته هغه د ورودي د ویزو، افغانستان  کې په پرله پسې ډول له پنځو کلونو څخه پورته د استوګنې سندونه، د غوښتونګي د متبوع هېواد د ښاري کارت او د نه جرمي مسؤلیت د سند  په ګډون له اړتیاوړ سندونو سره، د بهرنیو چارو له وزارت څخه د عدليې وزارت ته لېږل کېږي.

د عدليې وزارت دغه سندونه د معلوماتو د ترلاسه کولو په غرض د احصايې او معلوماتو ملي ادارې او د ملي امنیت لوی ریاست ته لېږي او یا د یادوشوو بنسټونو د تاییدې له ترلاسه کولو وروسته دغه دوسیه د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو په کمېسیون کې بررسي کېږي.

د کمېسیون له بررسۍ څخه وروسته د تابعیت د ترلاسه کولو دوسیه د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی ریاست ته لېږل کېږي تر څو موضوع په کابینه کې تصویب شي او له هغه وروسته جمهور رئیس د غوښتونکي د تابعیت د ترلاسه کولو فرمان صادر کړي.

د تابعیت د ترلاسه کولو په هکله د جمهور رئیس د فرمان له صادریدو څخه وروسته، دغه فرمان د لازمو اجراأتو لپاره د عدليې او د بهرنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت لوی ریاست ته تکثیر کېږي او په دې ترتیب د تابعیت د ترلاسه کولو بهیر پای ته رسیږي.

د افغانستان د پریښودلو او د تابعیت د ترلاسه کولو د شمېرنو او ارقامو په باره کې د عدليې وزارت میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی رپوټونه لاندې ولولئ.

میاشتنی رپوټ

ربعوار رپوټ

کلنی رپوټ