د اداری او مالی چارو د ریاست لنډه پیژندنه

دمالي او اداري چارو ریاست، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه  یو دی. دغه  ریاست، د عدلیې وزارت د ۱۳۴۱ ه.ل کال په تشکیل کې رامنځ ته شو.

د مالي او اداري  چارو ریاست د آمریتونو شمیر او تشکیل:

مالي او اداري ریاست ۵ آمریته او یو اداري مدیریت په لاندي ترتیب سره دي.

مالي او حسابي آمریت: دغه آمریت په خپل تشکیل کې د بودجې لوی مدیریت یو بست ، د تنخواو لوی مدیریت یو بست، د تنخواو مدیریت یو بست، د عوایدو/تحصیلي یو بست، د حواله جاتو د مدیریت یو بست، د دفتردارۍ مدیریت یو بست، د حواله جاتو مدیریت یو بست، د مرکزي او ولایتونو د تخصیصاتو یو بست، د پراختیایې  بودجې د مدیریت یو بست، د تأدیاتو مأمور یو بست، د حواله جاتو مأمور یو بست، د مرکزي تخصیصاتو مأمور یو بست،  د ولایتي تخصیصاتو مأمور یو بست، د عوایدو/تحصیلي مأمور یو بست، د دفتردارۍ مأمور یو بست او د خزانه دارۍ (تحصیلي خزانه دار، د معاش خزانه دار، د مصرف خزانه دار) لري.

 د تهیې او تدارکاتو آمریت: د تهیې او تدارکاتو آمریت په لومړیو کې د مالي او اداري ریاست په تشکیل کې (د تهیې او تدارکاتو آمریت) تر سرلیک لاندې فعالیت سرته رسوه د اړتیا له امله په ۱۳۹۲ کال کې  د تهیې او تدارکاتو ریاست ته ارتقا وکړه او بیا په ۱۳۹۷ کال کې د تهیې او تدارکاتو ریاست د دې وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د تهیې او تدارکاتو خپلواک آمریت ته بدل شو اوسمهال د تهیې او تدارکاتو آمریت د ۱۴۰۱ کال تشکیل کې د مالي او اداري چارو د ریاست په جوړښت کې فعالیت ترسره کوي چې دغه آمریت خپل تشکیل کې دوه لوی مدیرتونه (د پلان جوړونې او پریکړه لیکونو د تسهیل لوی مدیریت، د تدارکاتو لوی مدیریت دي)، د پریکړه لیکونو د تسهیل مدیریت یو بست، د پلان جوړونۍ مدیریت یو بست، د جنسونو د تدارکاتو مدیریت یو بست، د ودانیو د تدارکاتو مدیریت یو بست، د غیر مشورتي تدارکاتو مدیریت یو بست او د مشورتي تدارکاتو مدیریت یو بست لري

د خدماتو آمریت:  دغه آمریت پخپل جوړښت  کې یو بست د ترانسپورت لوی مدیریت ،  د مدیریت څلور بستونه (د ساتنې مدیریت، د کلوپ مدیریت، د تیلو د لیږد او مصرف مدیریت، تخنیکی- فنی مدیریت) د مأموریت اوه بستونه (د کلوپ مأمور، د ساتنې او مراقبت مأمور) د مراجعینو د نوم لیکنې او راجستر بست د ترانسپورت د تنظیم مامور د تیلو د لیږد مامور تخنیکي مامور، د پخلي او د پخلۍيشاګرد دوه بسټونه، ماهر کارکونکې ۶ بستونه ، دریور ۲۵ بستونه او د خدماتي کارکوونکو ۱۹ بستونه، دي.

د معلوماتي تکنالوژۍ د خدمتونو د انسجام آمریت: دغه آمریت پخپل جوړښت کې د متخصص ۴ بستونه ( د شبکې او د خدمت کوونکې د همغږۍ متخصص، د معلوماتی تکنالوژۍ او د اداری ماشینونو متخصص، د ترمیم او د  ستونزود حلولو متخصص، د سافتویر سیستم د ارزونې متخصص) د سافتویر انجنیر ۱ بست، د شبکې د ساتنې مسؤل ۱ بست او د سندونو او اړیکو ۱ بست لري.

د جنسونو محاسبې آمریت: دغه آمریت چې پخوا د ۱۳۹۹ کال په تکشیل کې د جنسي محاسبې آمریت په عنوان نومیده اوسمهال د ۱۴۰۱ کال په تشکیل کې د جنسونو د محاسبې آمریت په نوم بدل شوی دی چې خپل تکشیل کې د لوی مدیریت دوه بستونه (د تحویلخانې لوی مدیریت، د جنسونو د محاسبې لوی مدیریت)، پنځه مدیریتي بستونه ( د املاکو مدیریت، د تحویلخانې د ډیټابېس مدیریت، د جنسونو د محاسبې مدیریت، د تحلویلخانې مدیریت دوه بسته)، د (معتمد) تحویلدار درې بسته (د تېلو تحویلدار، د قرطاسیې تحویلدار، د ودانیو تحویلدار)، دوه بسته د تحویل دار د لاس لاندې (د قرطاسیه تحویلدار لاس لاندې، د تېلو او داغمه جاتو تحویلدار لاس لاندې) لري.

د مالي او اداري چارو ریاست عمده او اساسي  موخې:

  • د مراجعینو او کارکونکو لپاره معلوماتي تکنالوژۍ آسانتیاوو ، لوژستکي، مالي او اداري ګټورو، موثرو او  شفافو خدمتونو وړاندي کول.
  • د  تدارکاتي ظرفیت د سطحې لوړول او ملي تدارکاتو له لوري د ظرفیت اخېستل.
  • په عدليې وزارت کې د زړو او له منځه تللو تدارکاتو پر ځای د نوي او سیستماتیک تدارکاتو فرهنګ رواج کول.
  • د پریکړه لیکونو مدیریت له پاره د مؤثرو ډیټابېسونو منځ ته راوړل.
  • د تدارکاتو آمریت د کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د ادارې پراختیا.
  • تدارکاتي معلوماتو ته  لاسرسۍ  زیاتول.

د اداري او مالي چارو ریاست عمده او اساسي دندې:

  • د ولایتونو او مرکزي دفترونو له پاره د بودجوي تخصیصاتو اجرآت.
  • د وزارت  عوایدو ټولول او د دولت د عوایدو عمومی حساب ته تحویلول.
  • د وزارت د کلنۍ پرمختیایي او عادي بودجې ترتیبول.
  • د وزارت د احصایوي پلانونو ترتیب او تنظیمول.
  • د کارکوونکو له پاره  ترانسپورتي خدمتونه وړاندي کول.
  • د عدلېي و زارت د شتمني ساتنه او مراقبت.
  • د معلوماتي تکنالوژۍ آسانتیاو وړاندي کول.
  • ودانیو چارو مشورتي او غیر مشورتي خدمتونو له پاره د جنسونو تهیه او تدارک.
  • د پریکړه لیکونو او تدارکاتي  پروسو کې  د آسانتیاو رامنځ ته کول.
  • ادراو ته د اړینو جنسونو پېرل.
  • تدارکاتي پروسو کې د ‌ذیصلاح مقاماتو ته تدارکاتي مشورې ورکول.
  • د پریکړه لیکونو مدیریت او په خپل وخت پریکړه کوونکو ته پیسې ورکول.
  • تدارکاتي سندونه له پړاونو څخه تېرول.
  • مالي او تدارکاتي ناستو کې ګډون.