د عدليې  وزارت د تقنیني ستاژ او حقوقي ستاژ ښوونیز نصاب بیا کتل کېږي.

waheed
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۵:۵۴
.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزارت د دې وزارت د داخل خدمت د تقنیني ستاژ او حقوقي ستاژ د ښوونیز نصاب د بیاکتنې په منظور یوه برنامه جوړه کړه.

دغه برنامه د دوشنبې ورځې د غويي په ۲۷ مه نېټه د عدليې وزارت د مسلکي معین عبدالمجید غني زاده او د عدلي او قضايي ارګانونو او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون پیل شوه چې تر درېيو ورځو پورې به دوام ومومي.

ټاکل شوې ده په دغې برنامې کې د عدليې وزارت د داخل خدمت د تقنیني ستاژ او حقوقي ستاژ په اوسني ښوونیز نصاب کې شامل مضمونونه او موضوعات بیا وکتل شي او د ورځې له اړتیاوو سره سم د عدلي او قضايي ارګانونو په کاري برخه کې نوي حقوقي بدلونونه راشي.

.

د عدليې وزارت مسلکي معین د دغې درې ورځنۍ برنامې د پرانیستنې په ویناوو کې د دغه وزارت د داخل خدمت د تقنیني ستاژ او حقوقي ستاژ او د هغو د ښوونیز نصاب په اړه معلومات ورکړ. هغه له ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپل اصلاحي لیدلوري او وړاندیزونه له دغه وزارت سره شریک کړي تر څو یو ښوونیز نصاب د ورځې له اړتیا او د عدلي او قضايي ادارو له کاري بهیر سره سم برابر شي.

د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ برنامه هرکال د دولتي ادارو په حقوقي او تقنیني چارو د کارکوونکو او د حقوقو او شرعیاتو د څانګو د فارغانو د وړتیا لوړونې په منظور او د دغه وزارت د داخل خدمت د حقوقي ستاژ برنامه د حقوقو او د دولت د قضایاوو د ریاستونو د مسلکي کارکوونکو د وړتیا لوړونې په منظور جوړېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د شوال د مياشتې په ۲۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز چاريکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو او د زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۱۸مه نېټه، د ‌یکشنبې په ورځ، د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې­  له ۶ دارالوکالو څخه نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې پ ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS