د عدليې وزیر: د قانون جوړونې د بهیر مدرن کولو ته جدي اړتیا ده

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۹:۱۱
.

د عدليې وزارت د دې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت د اړتیا سنجونې برنامه د عدليې د وزیر د دې وزارت د نورو مقاماتو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون جوړه کړه.

دغه برنامه د آلمان د همکاریو د دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ پروژې (GIZ) په همکارۍ د علمي او مسلکي فعالیتونو د کچې د لوړولو او د تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق د پروسو د مدرن کولو لپاره د قانون جوړونې د چارو د انستیتیوت د اړتیاوو د تشخیص په منظور جوړه شوه.

د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي په دې برنامه کې په تېر وخت کې د دې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستیتیوت له هڅو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې د قانون جوړونې د پروسو د مدرن کولو لپاره اړتیا سنجونه یوه جدي اړتیا وبلله.

هغه د بڼې او محتوا له نظره د معیاري او کیفیت لرونکو تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو لپاره د دې وزارت په جدي ارادې باندې ټینګار وکړ.

په دې برنامه کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړونو د چارو انستیتیوت لوی رئیس عبدالمجید غني زاده هم وویل چې دغه انستیتیوت د پخوا په شان د قانون جوړونې په چارو د ارزښناکو خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دی.

د برنامې په دوام د (GIZ) په دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ د پروژې رئیس برند میسر اشمیت خبرې وکړې او په هره اداره کې د اړتیا سنجونې د اهمیت په بیانولو سر بیره يې له دغو برنامو سره د ملاتړ لپاره د دې دفتر د جدي ارادې ډاډ ورکړ.

نورو برخه والو هم په دې باره کې خپلې نظريې شریکې کړې او ټاکل شوې ده د دې اړتیا سنجونې پایلې له پراخو څېړنو څخه وروسته، راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۱۳ داراوکالو څخه نظارت شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
Background image

په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظا. . .

BACK TO NEWS