د عدليې وزیر په ننګرهار کې د حقوقو د ادارې کارکوونکو له لوري د عدالت پرتأمین ټینګار وکړ

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۹:۵۵
.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي، ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عدليې ریاست څخه کتنه وکړه او د دې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره د هغو د فعالیتونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د عدليې وزیر او له هغه سره مل هیئت د پنج شنبې ورځې د مرغومي په ۴ نېټه، د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست څخه د کتنې په بهیر کې د دې ریاست له کارکوونکو سره له نږدې څخه کتنه او خبرې اترې وکړې او د هغو د ستونزو په اوریدو سره د هغو د حل لپاره لارښوونه وکړه.

هغه د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل  سره کتنه وکړه او په دې ولایت کې د عدليې ریاست د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

.

همداراز د عدليې وزیر د حقوقو د بنسټيزو ښوونو د برنامې د اختتاميې په غونډه کې چې د چکي د دفتر د عدالت د پروژې له لوري د ننګرهار، کنړ، خوست، نورستان او پکتیا ولایتونو د حقوقو د ادارو د ۲۶ تنو کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

فضل احمد معنوي د ښوونیزو برنامو جوړول په ځانګړې توګه د حقوقو په برخه کې مهم وبلل او د حقوقو د مسلکي کارکوونکو پر وړتیا لوړولو ټینګار وکړ.

هغه د حقوقو ادارې د عدليې د وزارت یو له بنسټيزې او مهمې برخې څخه وبللې او زیاته يې کړه چې زمونږ ګډون په دې برنامه کې د حقوقو د مسلکي کارکوونکو ته د ارزښت ورکونې په معنا ده. هغه تصریح کړه په خپلو اصلاحي برنامو کې د حقوقو کارکوونکو په پام کې نیسو او د هغو ستونزو ته پاملرنه کوو.    

.

د عدليې وزیر د حقوقو له مسلکي کارکوونکو څخه وغوښتل چې د عدالت په تأمین کې غور وکړي او د جوړجاړی او منځګړیتوب له لارې د شخړو د حل و فصل په لاره کې د خپلو د وړتیاوو پر لوړولو زیاته پاملرنه وکړي.

همداراز د عدليې د وزارت د حقوقو لوی رئیس په دې غونډه کې د ښوونیزو برنامو او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ويې ویل چې د ظرفیت جوړونه د ادارې او کارکوونکو دوه اړخیزه مکلفیت دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  پنځمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۸ دفترو. . .

BACK TO NEWS