په کابینه کې د عدليې وزارت له لوري د وړاندې شویو تقنیني سندونو شپږطرحې تصویب شوې

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۹:۲۴
په کابینه کې د عدليې وزارت له لوري د وړاندې شویو تقنیني سندونو شپږطرحې تصویب شوې

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د کابینې په هغې غونډه کې چې د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس محمد اشرف غني په مشری جوړه شوه، د اوو تقنیني سندونو طرحې غونډې ته وړاندې کړې چې شپږ طرحې يې په پرنسیپ کې تصویب شوې.

د هېواد دعدليې وزیر په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو د قانون د پنځوسمې مادې (۶ او ۹) مقررو د تعدیل، طرحه، د افسرانو، برید ملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو د قانون د ځینو مادو د تعدیل او ایزاد طرحه، د زندانونو د چارو د تنظیم د قانون طرحه، د ښاري ځمکې د بیا تنظیم او د ښاري ځمکې بیا پراختیا د مقررې طرحه، د هوا د ککړتیا او مخنیوي د مقررې د ځینو مادو تعدیل طرحه، د رسنیو او حکومت د ګدې کمېټې د مقررې طرحه او د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو د تنظیم د مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

د دغو سندونو شپږ لومړني مواردو د کابینې له لوري په پرنسیپ کې تصویب شول او د عدليې وزارت مؤظف کړی شو چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د نورو اړوندو بنسټونو په همکاری سره د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو د تنظیم د مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه د غونډې له یادونې سره سم تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

ډاکتر عبدالبصیر انور د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د مقررې د طرحې د موخې په باره کې وویل چې دغه مقرره د رسنیزو اشخاصو د امنیت او خونديتوب د تآمینولو، د رسنیزو اشخاصو پرخلاف د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګي د بهیر د ګړندي کولو، د تاوتریخوالي د کمښت او د رسنیزو کارکوونکو د صنفي او حرفوي حقوقو د تآمینولو او د رسنیو اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تآمینولو په موخه ترتیب او پړاوونه يې تېر شوي دي.

په دې غونډه کې دغه راز د عدليې وزارت مؤظف کړی شو چې دغه طرحې دې د کابینې له لوري د وړاندې شویو اصلاحي نظریو له مخې تصحیح او وروستي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

BACK TO NEWS