مطبوعاتي اعلامیه

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۲:۴۲

Top of Form

پنجشنبې، د ۱۳۹۸ د سلواغې لسمه نېټه

کابل – افغانستان: د ا.ا.ج عدلیې وزارت د دغه وزارت له قوله په هېواد کې د بندیانو د شمېر او په زندانونو کې د هغو بندیانو په اړه چې پرته له محاکمې په زندانونو کې بندیان دي نشر شوی خبر ردوي او د ویاند شخصی نظر ګڼي.

 یو شمېر رسنیو تېره ورځ د مسلکي عدالت غوښتنې ملي کنفرانس د رسنیز پوښښ پر مهال او په افغانستان کې د عدلي او قضايي ارګانونو سره په همغږۍ د عدلیې وزارت له قوله ویلي چې، یاد وزارت وايي اوس مهال ۳۲ زره بندیان د هېواد په بندخونو کې دي او د ۱۰ زرو په شمېر نور پرته له محاکمې د هېواد په زندانونو کې بندیان دي.

د یادونې وړ دی چې، د ۱۳۹۰ هـ.ش کال را پدېخوا د افغانستان بندخونو مسؤلیت د عدلیې له وزارت څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت ته انتقال شوی. د عدلیې وزارت په زندانونو کې د بېوزلو مظنونینو او تورنو سره د حقوقي مرستو مسؤلیت پر غاړه لري.

په زندانونو کې د بندیانو دقیق شمېر، د هغو تورنو چې تر اوسه محاکمه شوي نه دي او ورته نورو مواردو په اړه د اطلاعاتو خپرول د عدلیې وزارت پورې اړه نه لري، نو پر دې اساس دغه وزارت د بندیانو د شمېر او د هغو بندیانو په اړه چې ګواکې تر اوسه محاکمه شوي نه دي او په بندخونو کې ساتل کېږي، د ویاند شخصي نظر ګڼي.

د یادونې وړ دی چې، د بندخونو دقیق شمېر او نور اړوند اطلاعات تر اوسه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS