د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د عدليې د وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه.

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د عدليې د وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه.

د ۱۳۹۸کال د لېندۍ ۷

دغه غونډه د عدليې وزارت د معینانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د هغو کارکوونکو د ستونزو چې بستونه يې د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد پر خلاف د مبارزې د عالي شورا او د عدلي او قضايې کميټې د تصمیمونو او پریکړو پر بنسټ اعلان ته وړاندې شوي دي، د دولتي ادارو ترمنځ د مسلکي غړو د شخړې د حل د قرارونو د تائید د موضوع په هکله د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د وړاندیز او د دولت د قضایاوو د ادارې د مسلکي غړو د هویت د تثبیت په هکله د خبرو، د عدليې ریاستونو په تشکیل کې د قطعي حکمونو د تنفیذ د خاصې څانګې د رامنځته کولو په هکله د قضائیې قوې د ادارې د آمریت د وړاندیز او د عدليې ریاستونو په چوکاټ کې د خاصې امنیتي قطعې د تشکیل، عدليې ریاستونو ته د جوازونو د تمدید د واک د ورکولو په هکله د یو شمېر ټولنیزو بنسټونو د غوښتنې او د دغو چارو په ترلاسه کولو کې د ښه سمون او د همغږۍ د رامنځته کولو په منظور د عدليې وزارت په کاري چارو پورې د ځینو اړوندو موضوګانو په باره کې، خبرې وشوې.

د یادونې ور ده چې د هغو موضوګانو په باره کې چې ډله ییزو خبرو ته اړتیا لري دعدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه، په نوبتي او پرلاپسې ډول جوړېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

د اداري فساد د جرمونو خبر ورکوونکو ته د هڅونې مکافات اټکل شوي دي.

د اداري فساد له جرمونو څخه د رامنځته شوو ناقانونه شتمنیو د ستنولو مقرره په کابینې کې له تصویب وروسته د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د پلتڼې د عالي ادارې قانون او د ناریه وسلې او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی څارنوالی د کارکوونکو سپرلي موټر باندې د برید په باره کې د عدليې وزارت د مشرتابه ډاډ ګېرنې پیغام

په ژورې خواشینې او خفګان سره خبر ترلاسه کړه چې د دوشنبه په سهار د کابل ښار د ده سبز په ساحه کې د لوی څارنوالی د کارکوونکو د سپرلی په موټر باندې د برید په پایله کې، د لوی څارنوالی پنځه. . .

شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
Background image

افغانستان کې د ښځو مقام او وضعیت پېژندنې لومړي ملي کنفرانس ځانګړې مجله چاپ شو.

په افغانستان کې د ښځو د مقام د وضعیت پیژندنې د لومړي ملي کنفرانس ځانګرې مجله چې دې کنفرانس ته له ۶۰ لېږل شوو مقالو څخه ۱۰ غوره مقالې رانغاړي، د عدليې وزارت له لوري چاپ شو.

په افغانستان. . .

BACK TO NEWS