په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۱۵ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱۱
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د کامې ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونې دفترونو او موټر پلورنځیو ۱۵ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د صفر‌المظفر د مياشتې په ۸ مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه، د عدلیې ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونې د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت له کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې هغوی لپاره تشریح کړل.
دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د ننګرهار عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS