په پروان ولايت کې ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۴۳
.

 د پروان ولایت د عدلیې رياست مؤظف پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې، مالیاتي اسناد، د موټر پلورنځیو په دفترونو کې د متصدیانو شتون او نور اړین موارد بررسي کړل.

پلاوي د یاد نظارت په ترڅ کې، د موټرپلورنځیو ځینې کاري نیمګړتیاوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د اصلاح او د کاري چارو د پرمخ وړلو کې د ښه‌والي په موخه د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې. د یادو موټرپلورنځیو متصدیانو هم ژمنه وکړه چې خپلې کاري نیمګړتیاوې به لرې کوي.

د پروان ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS