په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او اتحادیو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له څلورو دفترونو او درېیو اتحادیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، مالیاتي اسناد او یو شمېر نور اړین اسناد بررسي کړل چې د بررسیو په پایله کې یوه اتحادیه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شوه.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د نورو اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر کاري نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د اصلاح او د کاري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې. د یادو دفترونو متصدیانو هم ژمنه وکړه چې خپلې کاري نیمګړتیاوې به لرې کړي.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
