په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د معاملاتو څرنګوالی، سټې او یو شمېر نور اړين موضوعات بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دفترونو په فعالیتونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د کنړ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
