په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۴
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې یو دفتر د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شو.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۴مه نېټه، د سه ‌شنبې په ورځ په کندوز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۵
Background image

په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د غزني ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د روژې د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS