د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۴۰
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا په نیت کار وکړي.

یاده غونډه د شعبان المعظم د میاشتې په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رئیسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عدلیې وزیر وویل چې په نظام کې د مسؤولینو تر ټولو مهمه ځانګړتیا تقوا درلودل دي؛ ځکه متقي شخص قناعت کوي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي، نه د مادياتو او مادي امتیازاتو په موخه. هغه څرګنده کړه چې اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسؤول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونه‌ګڼل شي.

همدارنګه محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې په صداقت، دیانت او امانتدارۍ کار وکړي، د بیت‌المال ساتنه وکړي، د نظام د پیاوړتیا لپاره لازیاتې هڅې وکړي او د نظام د حیثیت ساتنه دې وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کمېسیون کې یې د مسؤولیت پرمخ وړلو موخه، یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی چې د دې لپاره کلونه قربانۍ ورکړل شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS