په سمنگان ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو
د سمنگان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ۲۰ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د سمنگان ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.
