د شمال زون مدافع وکیلانو آمریت او د بلخ ولایت استیناف محکمې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۹
.

 د شمال زون مدافع وکيلانو آمر مولوي اسدالله ابو حکمت د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۴مه نېټه، د شنبې په ورځ د بلخ ولایت د استیناف محکمې رئيس مولوي غلام الله عادل سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې مولوي اسدالله ابو حکمت په بلخ ولایت کې د مدافع وکیلانو یو شمېر ستونزې مطرح کړې او څرګنده یې کړه چې هغه مدافع وکیلان چې له عدلیې وزارت څخه د فعالیت قانوني جواز نه‌لري، د هغوی وثیقې دې نه اجرا کېږي.
د استیناف محکمې رئیس هم د مطرح شویو موضوعاتو په اورېدو سره ډاډ ورکړ چې د موجودو ستونزو په برخه کې به له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي وکړي او د حل په برخه کې یې اقدام کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS