په بلخ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۱
.

 د بلخ ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۴مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د یاد ولایت مرکز مزار شريف ښار اړوند په لسمه ناحيه کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې. نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه لس سلنه ډېر شوې وي.

همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له هر ډول هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د کرایو د لوړیدو لامل کېږي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS