عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
.

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع كان مختلفاً تماماً وأكثر إبهاراً مما توقعت.

منذ لحظة الدخول، لفت انتباهي مستوى التنظيم العالي والهدوء والهيبة التي يتمتع بها المكان، إضافة إلى الحدائق الخضراء الجميلة المحيطة بالوزارة، والتي تطل على مبان وقصور تاريخية تَمْنح المكان طابعاً فريداً يجمع بين الأصالة والتاريخ وبين الحداثة والتطوير.

أما داخل الوزارة، فقد كانت المفاجأة الحقيقية؛ أنظمة اتصالات وشبكات حديثة، تجهيزات تقنية متطورة، بيئة عمل احترافية، مكاتب مرتبة بعناية، وطابعات وأنظمة إلكترونية حديثة، حتى شعرت للحظات وكأنني داخل إحدى الوزارات المتقدمة في المملكة العربية السعودية؛ بل لا أبالغ إن قلت بنفس المستوى؛ وأفضل من كثير من الوزارات العدلية في بعض الدول المتقدمة.

وكان أكثر ما شد انتباهي أيضًا حسن تعامل الموظفين وبشاشتهم واحترافيتهم العالية في استقبال المراجعين والتعامل معهم، وهو أمر يعكس صورة مشرّفة عن التطور الإداري والمؤسسي في أفغانستان.

ومن الأمور التي سعدت بها خلال الزيارة أنني حظيت بالحصول على نسخة من كتاب الأنظمة العدلية المعلن في الجريدة الرسمية، وهو كتاب يحمل قيمة قانونية وتاريخية مهمة، يتضمن الأنظمة والإجراءات الخاصة بالمحاكم وآليات التقاضي والتنظيم العدلي المعتمد رسمياً.

اللافت في هذا الكتاب أن كثيراً من روحه القانونية والتنظيمية تعكس الامتداد التاريخي للمدارس العدلية الإسلامية التي تأثرت بها الدولة العثمانية، من حيث بناء الإجراءات القضائية، وهيكلة المحاكم، وصياغة المواد النظامية، مما يعطي انطباعاً عميقاً عن استمرارية الإرث القانوني الإسلامي وتطوره عبر الزمن حتى يومنا هذا.

الصورة المرفقة لهذا الكتاب وحدها كافية لتعكس مدى الاهتمام بالتوثيق القانوني والتنظيم القضائي الرسمي داخل الوزارة، وهي تجربة أضافت لي احتراماً كبيراً لما شاهدته من تطور وتنظيم يفوق الكثير من التصورات النمطية المنتشرة عن كابل وأفغانستان.

حفظ الله أفغانستان، وبارك في أمنها واستقرارها، ووفق القائمين على مؤسساتها لكل ما فيه خير البلاد والعباد.

عبد الله محمد إبراهيم الصنات

دلته په کابل کې حیران شوم..!!

د افغانستان د عدلیې وزارت.!!

یوې ځانګړې لیدنې چې له خپل یو ملګري سره یې د افغانستان په عدلیې وزارت کې یوځای کړم؛ ما ګمان کاوه چې دا به د یوې دولتي ادارې دننه یوه عادي لیدنه وي، خو حقیقت په بشپړه توګه جلا او تر هغه څه ډېر حیرانوونکی و چې ما یې تصور کاوه.

د ننوتلو له هماغې لومړۍ شېبې څخه، د لوړې کچې نظم، ارامتیا او هغه هیبت چې دې ځای درلود زما پام ځان ته راواړاوه. پر دې سربېره، په وزارت کې د شنو او ښکلو باغونو شتون او شاوخوا یې تاریخي ودانیو او ماڼیو دې ځای ته یو ځانګړی رنګ او بوی وربښلی و چې د اصالت، تاریخ، عصري کولو او پراختیا ترمنځ یې تړاو رامنځته کړی و.

خو په وزارت کې دننه حقیقي حیرانتیا پیل شوه؛ د اړیکو پرمختللي سیسټمونه او شبکې، پرمختللي تخنیکي تجهیزات، مسلکي کاري چاپېریال، په دقیق ډول تنظیم شوي دفترونه او عصري پرنټرونه او الکترونیکي سیسټمونه، تر دې بریده چې د څو شېبو لپاره مې داسې احساس وکړ چې ګواکې د سعودي عربستان د شاهي هېواد د یو پرمختللي وزارت په داخل کې یم؛ بلکې مبالغه نه کوم که ووایم په هماغه کچه او تردې چې په ځینو پرمختللو هېوادونو کې تر ډېرو عدلیې وزارتونو هم غوره و.

او هغه څه چې زما پام یې ډېر ځان ته راواړاوه له مراجعینو سره په چلند کې د کارمندانو ښه او حرفه یي سلوک، ښه رویه او لوړ مسلکي توب و؛ هغه موضوع چې په افغانستان کې د اداري او اساسي پرمختګ یو عزتمند انځور وړاندې کوي.

د هغو څیزونو له جملې څخه چې د دې لیدنې په لړ کې زما د خوښۍ لامل شول دا وو چې زه وتوانېدم په رسمي جریده کې د نشر شویو عدلي قوانینو د کتاب یوه نسخه ترلاسه کړم؛ هغه کتاب چې مهم قانوني او تاریخي ارزښت لري او د محکمو اړوند قوانین، طرزالعملونه او رسمي تایید شوی عدلي تنظیم پکې شامل دي.

د دې کتاب د پام وړ ځانګړنه دا ده چې د هغه قانوني او تنظيمي روح په پراخه کچه د اسلامي عدلي مکتبونو د تاریخي لړۍ څرګندونه کوي؛ کوم چې عثماني دولت ترې اغېزمن شوی و، په ځانګړي ډول د قضايي اجراآتو د جوړښت، د محکمو د تشکیلاتو او د قانوني مادو د تدوین له پلوه. دا چاره د اسلامي قانوني میراث د دوام او د زمانې په تېرېدو سره د هغه د پرمختګ په اړه ژور تصور وړاندې کوي، تر دې چې تر نن ورځې پورې یې اغېزې محسوسېږي.

له دې کتاب سره یوازې ضمیمه شوی انځور کافي دی چې د وزارت دننه قانوني مستند سازۍ او رسمي قضایي تنظیم ته د پاملرنې کچه وښيي او دا داسې تجربه وه چې ما ته یې د هغه پرمختګ او نظم پر وړاندې چې ما ولید لوی درناوی راوباښه؛ هغه څه چې د کابل او افغانستان په اړه له ډېرو عامو او تکراري انځورونو څخه خورا پورته دي.

الله دې افغانستان وساتي، په امنیت او ثبات کې دې یې برکت واچوي او د هغه د نهادونو مسئولین دې پر هغه څه بریالي کړي چې د هېواد او خلکو خیر پکې وي.

عبدالله محمد ابراهیم الصنات

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS