په بلخ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د بلخ ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت مرکز مزار شريف ښار اړوند په لسمه ناحيه کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې. نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه لس سلنه ډېر شوې وي.
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له هر ډول هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د کرایو د لوړیدو لامل کېږي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
