په کندز ولایت کې له ۱۶ موټرپلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۹
.

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز،  کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو موټر‌پلورنځيو د فعاليت جوازونه، رسمي سيټې، لوحې او یو شمېر نور سندونه بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو موټرپلورنځيو په فعاليتونو کې یو لړ ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او یادو ستونزو د لرې کولو او د کارې چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولايتو کې له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی

  د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

BACK TO NEWS