په پکتيا ولایت کې له یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیعالاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو او عریضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.
