د تقنین لوی ریاست

د قانون جوړونې  د چارو او علمي- حقوقي څېړنو انستېتوت لوی ریاست چې د تقنین لوی ریاست په نوم هم یاد شوی د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تقنیني سندونو د مرحلو تېرولو، تدقیق او تسوید چارو او امارتي ادارو او وزارتخانو ته د قانوني مشورو د ورکولو برخه کې له مسلکي،کلیدي او اړینو ریاستونو څخه دی.

تاریخي مخینه:

کله چې د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی ریاست مخینه مطالعه کیږي د تقنین مشاوریت له پېل نه تر اوس مهال پورې په بېلابېلو نومونو فعالیت ترسره کړی چې تاریخي مخینه یې په لاندې توګه وړاندې کېږي:

  • له ۱۳۵۵ ه.ل کال څخه مخکې د تقنین مشاوریت د اصولنامو او نورو اړوندو سندونو د تدوین په منظور د عظمی صدارت په تشکیل کې جوړ او بیا د تقنین مدیریت په نوم ونومول شو.
  • په ۱۳۳۵ ه.ل کال کې د تقنین مدیریت د عظمی صدارت له تشکیل څخه پېل او د تقنین لوی مدیریت په سرلیک له عدليې وزارت سره  مدغم شو.
  • په ۱۳۴۳ ه.ل کال د فتوا ادارې او د تقنین قانون نافذ او په مطابق یې د تقنین او فتوا ریاست د مقررو او قوانینو د طرحو  تسوید او تدقیق، په ملي شورا کې د قوانینو له طرحې څخه د دفاع په منظور، حکومت، وزارتخانو او د هغو ادارو او عامه مؤسسو ته د حقوقي مشورو ورکولو او د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د بین الدول حقوقو سندونو او مدارکو تنظیم  په موخه منځ ته راغله.
  • په ۱۳۶۰ ه.ل کال د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو د انستېتوت اساسنامۀ نافذه او پر مطابق یې د قانو جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو د انستېتوت د قوانینو د طرحو، فرمانونو، مقررو او اساسنامو، د بین الدول معاهدو د طرحو تدقیق او په اړه یې د نظر څرګندولو په منظور فعالیت سرته رسوه.
  • په ۱۴۲۰ ه.ق کال د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو انستېتوت لوی ریاست اساسنامۀ نافذه او پر بنسټ یې د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو انستېتوت لوی ریاست د قوانینو د طرحو، فرمانونو، مقررو او اساسنامو د تسوید په منظور، امارتي ادارو او وزارتخانو ته د قانوني مشورو وړاندې کولو، د بین الدول  معاهدو د طرحې تدقیق او د افغانستان اسلامي امارت له قوانینو سره د هغو  مطابقت په اړه  د نظر ورکولو په موخه فعالیت سرته رسوه.
  • په ۱۳۸۶ ه.ل کال د قانون جوړونې د چارو او علمي- حقوقي څېړنو اساسنامۀ نافذه او پر مطابق یې د قانون جوړونې د چارو او علمي- حقوقي څېړنو د انستېتوت لوی ریاست د قوانینو د طرحو، فرمانونو، مقررو او اساسنامو د تسوید په منظور، امارتي ادارو او وزارتخانو ته د قانوني مشورو وړاندې کولو، د بین الدول  معاهدو د طرحې تدقیق او د افغانستان اسلامي امارت له قوانینو سره د هغو  مطابقت په اړه  د نظر ورکولو په موخه فعالیت سرته رسوه.

               تشکیل:

                 د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو انستېتوت له لاندې برخو څخه جوړ دی:

  1. لوی ریاست.
  2. د لوی ریاست معاونیت.
  3. د مدني قوانینو د دیپارتمنت ریاست.
  4. د جزائي قوانینو د دیپارتمنت ریاست.
  5. د مالي او اقتصادي قوانینو د ديپارتمنت ریاست.
  6. د تعلیمي، فرهنګي او روغتیا قوانینو د ديپارتمنت ریاست.
  7. د کار او ادارې  قوانینو د ديپارتمنت ریاست.
  8. د خصوصي سکتور او سوداګرۍ قوانینو د ديپارتمنت ریاست.
  9. د بشر حقونو او بین الملل (نړیوال) قوانینو د ديپارتمنت ریاست.
  10. د قوانینو د مطالعې، تشریح او ښووني د ديپارتمنت ریاست.
  11. د تقنيني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق او ژباړې ریاست.
  12. د اړیکو او سندونو آمریت.

             موخې:

                د قانون جوړونې او علمي-حقوقي څېړنو انستېتوت د لاندنیو موخو پلې کېدو په منظور فعالیت ترسره کوي:

  1. د اسلامي شریعت حکمونو، تقنیني سندونو او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم  د تقنيني سندونو د تسوید او تدقیق له لارې د هیواد حقوقي نظام تکامل او پراختیا.
  2. د قانون جوړونې برخه کې علمي- حقوقي څېړنې.
  3. د تقنيني سندونو د توضیح او تشریح له لارې د امارتي ادارو او وزارتخانو د مسلکي کارکوونکو د پوهې کچې لوړول.
  4. د تقنیني سندونو د تقیق او تسوید چارو کې د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو انستېتوت د مسلکي غړو  مهارت لوړول.

                دندې:

                  د قانون جوړونې او علمي- حقوقي څېړنو انستېتوت دندې په لاندې توګه دي:

  • د تقنیني سندونو برابرول او تسوید.
  • د اسلامي شریعت حکمونو او نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره د تقنیني سندونو د ابتدائي (لومړنۍ) مسودې تدقیق.
  • د اسلامي شریعت حکمونو او نافذه تقنیني سندونو سره سم، د نړیوالو (کنوانسیونونو) د معاهدو مسودې او میثاقونو په اړه نظر وړاندې کول.
  • د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته په لازمو (اړینو) برخو کې قانوني نظر ورکول.
  • د غوښتنې وخت کې امارتي ادارو او وزارتخانو ته قانوني نظر وړاندې کول.
  • د قانون جوړونې برخه کې علمي-حقوقي څېړنې ترسره کول.
  • د قانون جوړونې برخه کې علمي- حقوقي څېړنو له پاره د فعالیت د پراختیا زمېنه برابرول.
  • د همغږۍ په موخه د وزارتخانو له استازو او اړوندو ادارو سره ګډې ناستې جوړل.
  • د قوانینو د سم تطبیق او پوهېدو په اړه له امارتي ادارو او وزراتخانو سره اړیکې ساتل.
  • د نورو هیوادونو د قوانینو مطالعه او د هیواد حقوقي نظام په پراختیا کې يې کارول.
  • د قانون جوړونې چارو کې د مسلکي غړو د مهارت کچې لوړولو زمينه برابرول.
  • د اړتیا وخت کې د قانون جوړولو چارو کې د استفادې له پاره د نورو هیوادونو قوانین د هیواد رسمي ژبو ته ژباړل.