په باميان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۳

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز په غلغلې او نويو بازارنو کې معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، د رسمي سټو کارونه او یو شمېر نور اړين سندونه بررسي کړل چې، په ترڅ کې یې د دغو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې کړې.
نظارتي پلاوي د دفترو مسؤولينو ته د يادو نيمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمي توصیې وړاندې کړې. 
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS